نن د کب یا حوت اوه ویشتمه د خبریالانو ملي ورځ ده.
په ټول هېواد کې دکب یا حوت ۲۷مه ورځ چې د خبریالانو ملي ورځ نومول شوې ونمانځل شوه.
ولسمشر محمد اشرف غني د کب یا حوت اوه ویشتمه د خبریالانو ملي ورځ نومولې ده.
افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ یو له خطرناکو هېوادونو دی
له تیرو اوه لس کلونو راهېسې په افغانستان کې شاوخوا سل خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي او سلګونه ټپیان او وهل شوي دي.
د حکومت د وسله الو مخالفینو سربیره ، جنګسالاران ،زور واکي، د مخدره موادو قاچقبر او خپله حکومتي مسولین د خبریالانو د کار په وړاندې له خنډونو او ګواښونو شمېرل کېږي.