Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مشرانو جرګه: د مؤقت حکومت طرحه د منلو نه ده

admin by admin
2019/03/17

مشرانوجرګه سوله غواړي خو دا سوله نباید د نظام د بدلون په بیه وي.

د مشرانو جرګې رییس د موقت حکومت طرحه د افغان دښمن کړیو او هېوادونو وبلله چې هیڅ افغان ته به د منلو نه وي.

فضل هادي مسلمیار پاکستان تورن کړ چې جنرالانو یې د پانګونې لپاره افغانستان کې د جګړې دوام ته بډې وهلي.

مسلمیار د یو خبري کنفرانس پرمهال د پاکستان د لومړي وزیر هغه څرګندونې د افغانستان په چارو کې مداخله وبلله چې د یو نوي حکومت په تړاو یې کړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار سره دواړه مرستیالان هم غونډه ته راغلي و او د هېواد په وروستي وضعیت باندې یې خبرې وکړې.

فضل هادي مسلمیار وویل دا چې د سولې په بدل کې د مؤقت حکومت د رامنځ ته کیدو خبرې کیږي دغه طرحه افغانانو ته د منلو نه ده او نه غواړي چې اتلس کاله شاته وګرځي .

مسلمیار وايي د پاکستان ستر سوداګر د دغه هیواد پوځي جنرالان دي چې دغه پیسې یې د افغانستان له جګړې ترلاسه کړي او اوس نه غواړي جګړه په سوله بدله شي .

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان هغو څرګندونو ته هم مسلمیار توند غبرګون وښود چې افغانستان کې د نوي او لنډه مهال حکومت د رامنځ ته کیدو وړاندوینه یې کړې .

د امریکا له متحده ایالاتو هم غوښتنه وشوه چې له طالبانو سره د کړو مذاکراتو پایلې باید افغان حکومت او افغانانو سره شریکې کړي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist