هلمندکې میشت خبریالان پرحکومته نیوکه کوي چې د دوی امنیت ته هیڅ پام نکوي.
هلمند کې وروسته له هغه د خبریالانو سره د خپل ژوند په اړه انديښنې ډيرې شوي چې د نثاراحمد احمدي موټر باندې ماین چاودنه وشوه، خبریالان ویره لري چې کشفي او نظامي ادارې ورسره مرسته نکوي او د دوی د امنیت ساتلو لپاره یوازې ژمنې کوي، د هلمند والي کلکه ژمنه وکړه او ټولو ادارو ته یې جدي امر وکړ چې نه یوازې پر احمدي د برید په اړه معلومات غواړي بلکې د ټولو رسنیو او خبریالانو د ټنګ امنیت ساتلو امر وکړ.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د هلمند والي سره د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د شته ننګونو او د پېښو په بیړنۍ ناسته وکړه، والي محمد یاسین ټولو ادارو ته جدي امر وکړ چې نه یوازې به پر خبریال احمدي د برید بشپړ معلومات ورکوي بلکې د رسنیو او خبریالانو د هر ډول امنیت نیولو امر یې وکړ، والي خبریالانو ته ډاډ او د ادارو مسولینو ته خبرداری ورکړ که یې د رسنیو او خبریالانو په امنیت کې بېغوري وکړي له جدي ادارې چلند سره به مخ شي.
هلمند کې له شاه وخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې د روانو جګړو له امله څلور خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي او ډيری نور هم له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي، خبریالان پر حکومت غږ کوي چې د خبریالانو او د رسنیو امنیت ته جدي پام وکړي.