Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

برادر: راتلونکی نظام به دهیچا په زیان نه وي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/14

د قطر سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وايي، تر اوسه په خبرو کې له خپل دریځ نه یو په شا شوي.

ملا عبدالغني برادر په خپله لومړنۍ مرکه کې د سولې بریا ته زیاته خوشبېنه ښودلې ده.

برادر وايي، تر دې دمه د سولې خبرې په ښه توګه روانې دي او دوی له خپل موقف څخه یو ګام هم نه دي په شا شوي.

برادر ډاډ ښودلی چې راتلونکی نظام به د هیچا په توان نه وي او له ټولو افغانانو سره به د وروڼو په څېر ژوند وکړي.

د طالبانو مرستیال او د قطر  سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني بردار په خپله لومړنۍ مرکه کې د سولې په وروستیو هڅو او د راتلونکې جوړښت پر سر مفصلې خبرې کړې دي.

ملا برادر وايي، د دوی او امریکایانو تر منځ په روانو خبرو کې د پام پرمختګونه شوي او له خبرو یې داسې برداشت کیږي چې د اختلاف لپار مسایل ناحل نه دي پاتې.

برادر ویلي، د سولې په صورت کې فکر نه کوي چې په کور دننه مخالفین پيدا کړي ځکه تېرو تجربو دواړه لوري ښه پوهولي دي.

برادر چې د پاکستان په بند کې شااوخوا لس کاله بندي و، د سولې پلوی بلل کیږي، خو په دې مرکه کې یې له اوسني حکومت سره  خبرو کولو ته هیڅ اشاره نه ده کړې.

خو زلمي خلیلزاد بین الافغاني خبرې د سولې بریا لپاره شرط بللې دي.

حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرې بین الافغاني خبرې ګڼي، خو طالبان بیا له سیاسیونو سره خبرې بین الافغاني بولي.

امریکایان او طالبان اوس له خپلو مشرانو سره په بحث شویو موضوعاتو په مشوره بوخت دي او تمه ده چې شا وخوا لس ورځې وروسته بیا دواړه لوري سره خبرو ته کیني.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist