ولسمشر محمد اشرف غني د باکو نړیوالې غونډې په څنډه کې خپل اذربایجاني سیال سره وکتل.
ولسمشر محمد اشرف غني د باکو نړیوالې مجمعې څنډه کې نن غرمه د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو مشرانو د سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو، ټرانسپورټ او کانونو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس الهام علي اوف په تېرو څو کلونو کې د اذربایجان او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر لا ښه کېدو د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، زموږ اړیکې چې ورځ تر بلې د لا پراخېدو په حال کې دي، هرکلی یې وکړ.
نوموړي د کانونو په برخه کې ښو ظرفیتونو او له افغانستان څخه د مېوو او سبزیجاتو واردولو ته په اشارې وویل، د اذربایجان او افغانستان پلاوي به په دې اړه د ګډ کار په پایله کې د عمل پلان ترتیب او تطبیق کړي.
ولسمشر غني خپل سیال الهام علي اوف سره په خبرو کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ او د لاجوردو لارې پرانیسته کې د اذربایجان د فعالې همکارۍ او ونډې قدرداني وکړه او وې ویل، افغانستان به د نفت او ګازو د پېرلو لپاره له اذربایجان سره د دولت په دولت قرارداد وکړي.
غني وویل، د ټرانزیټ او ټرانسپورټ په برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو له امله صادرات او واردات اسانه شوي. هغه زیاته کړه، افغانستان د کرنې، انرژۍ، کور او سرک جوړولو په برخو کې د پانګونې ظرفیت لري.
همدارنګه د دغې کتنې په پای کې د دواړو ولسمشرانو په حضور کې د افغانستان او اذربایجان هیوادونو اړوندو استازو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې یو هوکړه لیک ، د کلتور او اورګاډي پټلیو په برخو کې د همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک شول.
د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لاسلیک شوې هوکړه لیک به په دواړو هیوادونو کې د موثرو او ډاډ وړ عامه خدماتو، مفکورو، معلوماتو، مهارتونو او تجربو شریکولو او د پانګونې د ترویج او ګډې سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
ش