.بلخ کې د عطار نور وسلهوالو کسانو پر امنیه قوماندانۍ ډزې کړي
د بلخ مخکیني والي عطا محمد نور د حکومت پر ضد وسله وال بغاوت پيل کړ.
همدا شېبه عطا محمد نور ته وفاداره خپل سري وسله وال له افغان ځواکونو سره په وسله واله جګړه بوخت دي.
شمشاد خبریال وايي، د عطا محمد نور غیر مسول وسله وال چې په سپکو او درندو وسلو سمبال دي امنیه قوماندانۍ ته څيرمه یې بریدونه پیل کړي دي.
شمشاد خبریال وايي، امنیه قوماندانۍ ته ورغلې لار د پولیسو ځانګړو قطعاتو له لوري تړل شوې ده.
د بلخ مخکیني والي د بلخ لپاره د نوي ګمارل شوي امنیه قوماندان له ورتګ سره مخالفت ښودلی دی.
اوس عطا محمد نور ته وفاداره ملېشې د ځانګړو ځواکونو په وړاندې مزاحمت کوي.
په ښار کې د سپکو او درندو وسلو ډزې هم اورېدل کېږي، نښته د مګړۍ جګړه د مزار ښار په مرکزي واټ کې ده.
له سیمې تازه مالومات دادی چې د مزار ښار پر واټونو ځای پر ځای نور ته د وفاداره خپل سرو وسله والو غیر مسول وسله وال په ګشت کې دي.
د والي ویاند بیا یواځې دومره ویلي، د حکومت له لوري عطا محمد نور سره خبرو ته ناست پلاوی ناکام شوی دی.