افغان ولسمشر محمداشرف غني د یو دولتي پلاوي په مشرۍ باکو ته لاړ.
ولسمشر غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن مازدیګر د اذربایجان مرکز باکو ته ولاړ.
په پام کې ده چې باکو نړیواله مجمع کې د ګډون او وینا ترڅنګ ولسمشر غني ته نظامي ګنجوي بین المللي جایزه هم ورکړل شي.
ارګ لیکلي چې ولسمشر به د اذربایجان جمهور رئیس الهام علي اوف سره په کتنه کې د افغانستان او اذربایجان د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا او د سیمې پر مسایلو هم بحث او خبرې وکړي.
د دغه سفر په جریان کې به د دواړو مشرانو په حضور کې د افغانستان او اذربایجان تر منځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې یوه موافقتنامه، د کلتور او اورګاډي پټلۍ په برخو کې تفاهم لیکونه لاسلیک شي.