کورنیو چارو وزارت له مخابراتو وزارت سره په ګډه د پاسپورت اخستو انلاین خدمتونه پرانستل.
د پاسپورت اخستو برخه کې که څه هم نسبت د فساد نیوکې کمې وې، خو کار کیږي چې دا پروسه ساده، اسانه او پرته له فساد ترسره شي.
تازه د مخابراتو وزارت په همکارۍ پولیسو د پاسپورت انلاین سیستم پرانست چې خدمات به یې اسانه او ساده شي.
مخابراتو وزارت وايي په دغه سیستم سره به له یوه لوري د فساد مخه ونیول شي او تر څنګ به یې د پاسپورت اخستو چارې هم چټکې شي.
له دې سره یو ځای د ترافیکي سیستم برښنایي کیدو کارونه هم اتیا سلنه بشپړې شوې او ډير ژر به یې ازمایښتي کارونه پیل شي.
مسولین وايي اوس د پاسپورت اخستو لپاره له هر ځای انلاین ډير کارونه خلاصیداي شي او د اوونیو کار یې څو ورځو ته رالنډ کړې دې.
کورنیو چارو وزارت بیا د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د انلاین سیستم په نورې پیاوړتیا ټينګار لري او دا د فساد مخنیوي غوره لاره ګڼي.
دواړه وزارتونه ډاډ ورکوي چې د ترافیکي سیستم بریښنايي کولو اتیا سلنه چارې پر مخ تللی او ډير ژر به یې امتحاني کارونه هم پیل شي.
مخابراتو وزارت کار کوي چې د بریښنايي پيژند پاڼو په ګډون دغه ټول سیستم به یو کړي او په اساني سره به د فساد په مخنیوي کې امنیتي ارګانونو ته هم د اسانتیاوو زمینه برابره کړي.