د پریسیډیم نیټورک په نوم د یوه خیریه بنسټ بنسټګر سکاټ ریچارډز د سکای نیوز په نوم بریټانوي رسنۍ سره خبرو کې ویلي،چې له تیرو دوه میاشتو راهیسې یو شمیر بریټانوي وګړي په افغانستان کې تري تم دي او په تړاو یې یوازې همدومره معلومات شته دي،چې ګواکې د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
ریچارډز ویلي، دوه بریتانویان د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ میاشتې په ۱۱ نیټه د اسلامي امارت ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
دغه راز ریچارډز ویلي، د نیول شویو له ډلې یوه یې له ملګرو ملتونو سره د روغتیاپال په توګه کار کاوه او دویم یې بیا د دریا ویلیج په نوم هوټل درلود.
هغه زیاته کړې:« لومړی کس کارن ویل یو خیریه روغتیاپال او د بشري مرستو فعال دی، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام، یونېسف سره یې کار کاوه. دویم کس بیا د یو هوټل چې لومړي سر کې مو یې یادونه وکړه د هغې مدیر دی.»
اسلاميامارت د ریچاردز د څرګندونو او ادعاوو په تړاو رسمي څه نه دي ویلي، خو ریچارډز سکای نیوز سره خبرو کې ډاډ ښودلی دی،چې د نیول شویو کسانو په تړاو هېڅ شک نه لري،چې د اسلامي امارت لخوا دې نه وي نیول شوي.
هغه زیاته کړې:« موږ د دوی په اړه په بشپړه توګه پوهیږو،ځکه موږ د پيښې په تړاو هلته د موجودو خلکو په ګډون له ګڼو عیني شاهدانو سره خبرې کړي. په اصل کې کوم څه چې موږ باور لرو،هغه دا دي،چې جي ډي ای یا د طالبانو استخبارانو دې ساحه کې د وسلو د زیرمې په تړاو معلوماتو ته غبرګون ښودلی،خو هلته موجودې وسلې ته جواز ورکړل شوی و او باور لرو،چې د تلاشۍ پر مهال هغه جواز له وسلې سره یو ځای نه و او دغه حالت د سوی تفاهم لامل شوی دی.»
په ورته وخت کې د دغو بریتانویانو د روغتیا په تړاو هغه ویلي،چې د نیول شویو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی او بده رویه نه ورسره کیږي،خو په خبره یې داسې هېڅ ثبوت او شواهد نه لري،چې هغوی دې شکنجه شوي نه وي.
ریچارډز زیاتوي:«موږ باور لرو،چې دوی ښه روغتیایي حالت کې دي او ښه رویه ورسره کیږي،خو هېڅ داسې ثبوت نشته دی،چې باور وکړو له دوی سره بده او منفي رویه کیږي او یا هم شکنجه کیږي. موږ ته ویل شوي،لکه څرنګه یې توقع کیږي ښه وضعیت کې دي.»
که څه هم د یاد خیریه بنسټ مشر د درېیم کس په تړاو کوم څه نه دي ویلي،خو بریټانوي رسنیو ویلي،چې د مایلز روټلج په نوم یو ګرځندوی هم د اسلامي امارت لخوا نیول شوی دی.
۲۳ کلن مایلز د تیر حکومت پرمهال هم افغانستان ته راغلی و.
د نړیوالو رسنیو په راپورونو کې ویل شوي،چې ۲۳ کلن مایلز د خطرناک ګرځندوی په نوم نړۍ کې مشهور دی او د نړۍ له خطرناکو ځایونو او هېوادونو یې لیدنې کړي دي.
د دغو درې بریټانوي وګړو په تړاو اسلامي امارت څه نه وايي او نه یې تر اوسه پورې د نړیوالو دغه ادعاوې رد کړي دي.