د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، د افغانستان سوله د نړۍ په ګټه هم ده.
طالبانو سره سوله په دې مانا نه ده چې نړۍ د ترهګرۍ له ګواښه خوندي شوه.
د افغانستان امنیت شورا سلاکار حمد الله محب د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د خبرو په مهال ویلي، افغان امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي خو دا یواځې د افغانستان مسولیت نه دی.
محب د افغان ځواکونو د مبارزې لپاره نړیواله همکاري اړینه وګڼله.
امنیت شورا سلاکار وویل، ملګري ملتونه باید پر طالبانو لګیدلو بندیزونو کې سازش ونه کړي ځکه د محب په خبره دا به د ترهګرۍ پر ضد اغیزناکې مبارزې په برخه کې د امنیت شورا ناتواني وګڼل شي او هغوی به خپلو ویجاړوونکو هڅو ته دوام ورکړي.
له بل لوري ملګرو ملتونو د افغان سولې خبرو کې پرمختګ ستایل دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یماماتو بیا ویلي، ، په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان د ټاکنو بهیر او د سولې خبرو کې پام وړ پرمختګ شوی.