معلولینو له افغان امنیتي ځّواکونو ملاتړ وکړ او ددوی ملي ورځ یې ونمانځله.
معلولیت لرونکي وګړي باور لري چې افغان امنیتي ځواکونه د ملت زورورې مټې او د خلکو ساتونکي دي.
معلول وګړو ژمنه کړې چې له افغان سرتیرو او په هېواد کې د سولې له بهیره به ملاتړ ته دوام ورکړي.
دا هغه معلول سرتیري دي چې د تپل شوې جګړې له امله یې د بدن غړي پرې شوي او اوس تر ډیره د بل د اوږو بار دي، خو نه غواړي چې نور سرتیري او عام خلک د دوی په برخلیک اخته شي.
دوی له نړیوالو، امریکا او په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې افغانستان کې لاسوهنې ونه کړي او افغانان د خپل ځان جوړولو ته پرېږدي.
غونډه کې معلولو وګړو ګیله وکړه چې حکومتي چارواکي یې غونډو ته نه ورځي او په کمه سترګه ورته ګوري.
دوی له ولسمشر او نورو لوړ پوړو چاوراکو غواړي چې دوی ور وغواړي او ستونزې یې واوري.
د شهیدانو او معلولینو برخه کې د دولت وزارت بیا ډاډ ښودلی چې معلولیت لرونکي وګړو ته به تر خپل توان پورې کار وکړي.
په سولې بهیر کې معلولو ته ونډه ورکول او د دوی قربانۍ ته په درنه سترګه کتل د معلولینو نورې هغه غوښتنې وې چې له طالبانو او امریکا یې درلودې.