د اسلامي امارت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي، د نړیوال رسمیت پيژندنې ټول شرایط یې پوره کړي او په خبره یې نړۍ باید د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت وپيژني.
مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې سره لېدنه کې کړي دي.
خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وایي، د افغانستان اوسنی نظام واک لري،پر ټوله جغرافیه حاکم دی،خو د اساسي قانون نشتوالی او د سرپرست حکومت موجودیت د دې لامل دی،چې پر رسمیت ونه پیژندل شي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« کله چې حکومتونه د ملي اجماع پر اساس رامنځ ته شي، په ټوله جغرافیه واکمن وي، اساسي قانون ولري او کورنی مشروعیت ولري، خو سرپرست حکومت چې اساسي قانون هم نه لري تر اوسه په هېڅ ځای کې په رسمیت نه دی پیژندل شوی.»
خوځینې بیا په دې اند دي،چې افغانستان نور چاته ګواښ نه دی،افغانان په یوه واحده جغرافیه حکومت لري او نړۍ ته په کار ده،چې د نړیوالو قوانینو پر اساس د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت پر رسمیت ومني.
د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« د افغانستان جغرافیه د هیچا لپاره ګواښ نه دی،یو حاکمیت موجود دی. دلته یوه جغرافیه ده،چې افغانان پرې حکومت کوي،د نړیوالو قوانینو پر اساس دغه نظام باید پر رسمیت وپیژندل شي.»
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځي بیا وايي، د نړیوالې رسمیت پیژندنې لپاره لاهم شرایط برابر نه دي، ځکه د نجونو د زده د بیا پیل او ښځو ته د کار کولو اجازه د افغان ولس او نړیوالو هغه مشروع غوښتنې دي،چې لاهم نه دي منل شوي.
ځاځی زیاتوي:« شرایط تر اوسه پورې برابر نه دي، د نجونو د زده کړود بیا خلاصون او ښځو د کار مسله لاهم پر ځای پاتې ده، تر هغې چې ستونزه نه وي حل شوي،د رسمیت پیژندنې غوښتنه دې نه کوي.»
له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هم ویلي ول،چې ټول هغه معیارونه چې د رسمیت پیژندنې لپاره یو هېواد ته مهم دي، پوره کړې یې دي او له نړۍ سره په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.