دوحه کې د طالبانو او امریکا خبرې ممکن شپږم پړاو ته هم اوږدې شي.
د طالبانو او امریکایانو ترمنځ روانې خبرې ممکن د سه شنبې په ورځ پای ته ورسیږي.
په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر منځ پټې خبرې په څوارلسمه ورځ هم روانې وې.
دواړه لوري د خبرو پایلو ته تر ډېره خوشبینه دي، خو مالومه نه ده چې په کومو شرایطو مخکې تللي دي.
د امریکايي پلاوي له ډلې مېلر کابل ته راغلی او په لومړي سر کې یې له عبدالله عبدالله سره یو په یو لیدلي دي.
د اجراییه ریاست ویاند پخوانۍ خبرې کوي او داسې ښکاري چې له نویو هغو بې خبره ساتل شوي دي.
طالبانو ته نیږدې کسان پرمختګونه مني خو د جزییاتو په اړه یې مالومات نلري.
اکبر آغا وايي، پنځم پړاو خبرې ممکن د روانې اوونۍ تر وروستیو پای ته ورسیږي.
د عامو خلکو تر څنګ سیاسیون هم د دوحې له ناستې اندېښمن او وړاندیزونه لري.
تمه دا وه چې د پنځم پړاو ناسته به دومره ګټوره وي چې نورو هغو ته به ضرورت نه وي، خو اوس داسې ښکاري چې د شته مسایلو د بحث لپاره بل پړاو هم ضرورت لیدل کیږي.