په ټاکلې نېټه د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو شکونه زیات شوي دي.
د ولسمشریزو ټاکنو ځینې احتمالي نوماندان شک لري چې ټاکنې به په خپل وخت و نه شي .
احتمالي نوماندانو ته د ولسمشریزو ټاکنو ځنډ د منلو نه دی او حکومت باید په ټاکلې نیټه ټاکنې وکړي .
ولسمشر بیا له وړاندې ویلي چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټینګه اراده لري او په خپل وخت به وشي.
ټاکل شوې د راتلونکي کال د چنګاښ په نهه ویشتمه ولسمشریزې ټاکنې وشي خو د دغو ټاکنو لپاره ځینې احتمالي نوماندان باور نه لري چې ټاکنې دې په خپل وخت وشي .
د حکومت ارادې ته په کتو په اعلان شوې نیټه د ټاکنو په کولو باندې شک شته چې وبه نه شي، او له دې سره ولسمشرۍ ته نوماندان نورالرحمان لیوال، عبدالحکیم تورسن او د سولې او اعتدال ټیم ویاند اندیښنه لري چې واکمن کسان به هڅه وکړي چې ټاکنې د ځان په ګټو را وڅرخوي.
ولسمشر محمد اشرف غني بیا وايي حکومت په ټاکنو کې د هیڅ ډول مداخلې حق نه لري او له قانون سره سمې به ټاکنې په خپل وخت وشي.
ولسمشر غني وايي لکه دپارلماني ټاکنو په تړاو چې یې دخلکو هغه ګومانونه غلط ثابت کړل چې ټاکنې نه کیږي همداسې به دولسمشریزو ټاکنو په تړاو هم دغه شکونو غلط ثابت کړي .
ولسمشریزو ټاکنو لپاره اتلسو تنو ځانونه نومولي او د دغو نوماندانو د رایو پر بنسټ د ټاکنیزو کمیسیونونو کمیشنران ټاکل شوي چې ولسمشر غني ورته د لومړیتوبونو سپارښتنه کړې ده.
د پآرلماني ټاکنو د ورستیو پایلو اعلان او د ولسمشریزو ټاکنو لپاره چمتووالی هغه کارونه دي چې باید لومړیتوب کې ونیول شي او سم مدیریت شي.