Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لا هم د پارلماني ټاکنو د پاېلو، لغوه کېدو غوښتنې کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/06

معترض وکیلان: نړۍوال دې په تاکنو کې لاسوهنه نه کوي.

معترضو وکیلانو او نوماندانو په افغانستان کې د امریکا له سفارت، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې وغوښتل چې په ټاکنو کې لاسوهنه بس کړي.

معترضین وايي، تېرې پارلماني ټاکنې له درغلیو ډکې وې او د کمېشنرانو په عزل کېدو سره د ټاکنو مشروعیت هم له منځه تللی.

د شپاړسمې تقنیني دورې وکیلان ټینګار کوي چې تېرې ټاکنې دې باطلي شي او دوی به نهم کال کار پیل کړي.

د ولسي جرګې د شپاړسمې تقنیني دورې وکیلان او معترضو نوماندانو ګډ اتحاد جوړ کړی او تېرې پارلماني ټاکنې له درغلیو ډکې بولي.

دوی په افغانستان کې د امریکا سفارت، ملګري ملتونه او اروپآيي ټولنه تورنه کړه چې له ټاکنیزې پروسې سره د مرستو تر څنګ خپلې غوښتنې مطرح کوي او لاسوهنې کوي.

اوس چې د کمېسیون مخکني کمېشنران څارنوالۍ ته پېژندل شوي، معترض کاندیدان استدلال کوي چې پر اساس یې پارلماني ټاکنې باطلې دي او پکار ده چې بیا ټاکنې وشي.

تر اوسه د ۱۸ ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شوي او د ۱۵ نورو ولایتونو لا هم پاتې دي. اوس مالومه نه ده چې نوي وکیلان به پارلمان ته ځي او که به پخواني، چې د نهم کال لپاره کار پیل کړي، خو خبرداری دا دی چې مخکیني وکیلان به کار پیل کړي.

معترض نوماندان داسې مهال د پارلماني ټاکنو په تړاو اعتراض کوي، چې دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو ته نوي کمېشنران معرفي شوي، او ولسمشر هم لارښوونه ورته کړې چې ژر تر ژره د پارلماني ټاکنو پروسه وروستۍ کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist