نجونې له هلکانو څخه په زدکړو کې ښې دي.
د ساینسپوهانو تازه موندنو له مخې نجونې له هلکانو څخه په لیک او لوست کې ښه استعداد لري او د عمر په زیاتېدو سره دغه توپیر لا زیاتېږي.
ساینسپوهان همغږي دي چې نجونې او هلکان په ټولیزه توګه د روان له اړخه یو بل ته ورته والی لري.
دیوېډ رېلي چې د دغې څېړنې مشري کوي او د اسټرالیا په ګریفت پوهنتون کې د پروفیسورۍ په زدکړو بوخت دی وايي، کله چې نجونې او هلکان زدکړې پیلوي، د زدکړو وړتیاوې یې یو برابر
وي خو وروسته د نجونو د لوستلو او لیکلو استعداد زیاتېږي.
ډيوېډ وویل،(( داسې ښکاري چې په لیکلو کې د نجونو او هلکانو توپیر تر ډېره له پامه لوېدلی، خو که څه هم موږ د زدکړو په ميټودونو کې بدلون راوستی؛ لا هم موږ نه یو توانېدلي چې دغه
ستونزه را کمه کړو.))
ډېوېډ ویلي، د دې لپاره چې د نجونو او هلکانو ترمنځ د زدکړو توپیر مالوم کړي د پوهنتون یو ټیم د زده کوونکو د تېرو درېیو لسیزو مالومات راټول کړي، په دغه مالوماتو کې د ۳،۹ میلیونو زده
کوونکو د آزموینو پایلې دي چې څلورم، اتم، او دوولسم ځایونه لري.
هغه وویل، په ټوله کې مو وموندل چې نجونو په بې ساري ډول په لیک او لوست کې ښې نمرې اخیستې دي.
څېړنو وښوده چې په لوړو ټولګیو کې هم نجونې د زدکړې په برخه کې پر هلکانو برلاسي کېږي.