د ننګرهار هوايي ډګر ته څېرمه وسله وال برید ۱۷ تنه ملکیان وژلي او ۹ نور یې ټپيان کړي دي.
دغه برید کې پنځو بریدګرو برخه اخیستې وه چې دوو یې ځانونه الوځولي او درې نور یې افغان ځواکونو ویشتلي.
د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږياڼی وايي، برید کې د ساختماني شرکت ۱۷ کار کوونکي وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
لومړی ځانمرګي بریدګر نن ( چهارشنبه) سهار د ننګرهار هوايي ډګر ته څيرمه د یو ساختماني شرکت په دروازه کې لومړی ځان ته چاودنه ورکړه او وروسته نور بریدګر ودانۍ ته ننوتل.
دغه کمپني د ننګرهار هوايي ډګر ته څيرمه ده او په بهسودو ولسوالۍ پورې اړوند ده.