هلمند کې د سولې په نوم د شل جریبه باغ او پارک د جوړېدو چارې پیل شوې.
د هېواد جګړه ځپلي ولایت هلمند کې د لومړي ځل لپاره د سولې په نوم د شل جریبه باغ او پارک د جوړولو چارې پیل شوې.
په دغه پارک کې د هلمند یو شمېر اوسېدونکو د سولې د راتلو په نیت یو-یو نیالګی هم نیال کیناوه.
چارواکي وایي په ټول افغانستان کې به د سولې د راتلو په موخه په هر ولایت کې دغه ډول پارکونه جوړکړي، د هلمند والي وایي سوله حتمي ده خو هغه سوله غواړو چې بیا جګړې نه وي، والي له طالبانو غواړي چې د افغان حکومت سره د سولې خبري وکړي.
د هلمند والي بیا په خپلې وینا کې له طالبانو وغوښتل چې بین الافغاني مذاکراتو ته کېني.
والي وايي، د داسې سولې غوښتنه کوي چې افغانان یو ځل بیا د جګړو ښکار نه شي.
هلمند ته له جمهوري ریاست څخه تللي پلاوي ویلي، په ټولو ولایتونو کې د سولې په نوم یو یو پارک جوړوي چې په ځینو ولایتونو کې یې چارې پیل شوې هم دي.
پر دغه شل جریبه ځمکه لس جریبه باغ او لس جریبه پارک جوړېږي چې لګښت یې د ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي.
د لښکرګاه ښاروالۍ له خلکو غوښتنه لري چې د سولې په نوم د دغه باغ او پارک په ساتلو کې ورسره مرسته وکړي.