د کابل پولیسو تېره شپه د غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.
د کابل پولیسو د غلو شپږ کسیزه ډله نیولې چې په بیلابیلو سیمو کې به یې وسله والې غلاوې کولې.
کورنیو چارو وزارت وایي، د غلو دا ډله یې وړمه شپه د ځانګړو عملیاتو په پایله کې نیولې ده.
له وسله والو غلو څخه څلور میله تمانچې، یوه برچه او یو کرولا ډوله موټر ترلاسه شوی دی.
د دې ډلې مشري د ملا فیاض په نوم یو کس کوله چې کابل ښار کې یې په بېلابېلو جنايي جرمونو کې لاس درلود.