د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د امریکايي بزګرانو یوې ناستې ته د وینا پر مهال ویلي، له طالبانو سره خبرې خورا پېچلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له طالبانو سره روانې خبرې خورا پېچلې ګڼلي خو تمه یې ښودلې که قطر کې خبرې ښې پرمخ ولاړې شي نو په نږدې څو اونیو کې به هلته سفر وکړي.
امریکايي رسنیو د پامپیو له قوله لیکلي، قطر کې د امریکا داسې ټیم دی چې اوس له طالابنو سره په خبرو بوخت دی تر څو داسې یو افغانستان ته لار ومومي چې هلته جګړه نه وي، د خلکو حقونه مراعات شي او همداراز له افغانستانه امریکا او نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ نه شي.
پامپیو ویلي، افغانستان کې ستونزې خورا پېچلي دي او د روسیې په ګډون چین، پاکستان، هند په افغانستان کې ګټې لري چې نور یې هم وضعیت پيچلی کړی.