هېواد د ملي امنیت سلاکار د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسېد.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن وروسته له غرمې د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسېد.
ټاکل شوې ده چې د هېواد د ملي امنیت سلاکار به د ازبکستان له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره په بېلا بېلو موضوعاتو، په ځانګړې توګه د سولې بهیر، سیمه ییزو همکاریو، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره په مبارزې بحث او نظریات شریک کړي.
همدا شان دواړه لوري به د دوه اړخیز امنیتي کمېسیون د چارو پرمختګ، چې د افغانستان او ازبکستان د مشترکو امنیتي همکاریو میکانیزم جوړوي، بررسي کړي.