د سولې لپاره مشورتي لویه جرګه تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوې ده.
په پام کې وه چې مشورتي لویه جرګه د مارچ له اوولسمې تر شلمې پورې په کابل کې راوبلل شي.
د دې جرګې د دایرولو چارې د سولې د عالي شورا د دارالانشا ريیس عمر داوودزي ته سپارل شوي دي.
د سولې د عالي شورا سرچینې وايي چې ټاکل شوې مودې ته کافي وخت نه دی پاتې ځکه دا جرګه د مارچ په اوولسمه نه شي رابللی.
د سولې د عالي شورا سرچینې وايي، ښايي د نوي لمریز کال د لومړۍ میاشتې په لومړیو کې لویه جرګه راوبلل شي.
مشورتي لویه جرګه د دې لپاره دایرېږي چې له طالبانو سره د پخلاینې په صورت کې د افغانستان حکومت ته سرې کرښې وټاکي یعني له طالبانو سره پر کومو مسلو جوړجاړی وکړي او له کومو تېر نه شي.