د هلمند په شوراب پوځي اډه کې لا هم جګړه روانه ده.
باوري سرچېنې وايي، بریدګر اوس هم نښتې ته دوام ورکوي او تر په بشپړ ډول له منځه نه دي لاړ.
وړاندې تر دې داسې راپورونه ورکړل شوی وو، چې هلته ننوتي ټول شل بریدګر وژل شوي خو اوس له سیمې باوري سرچېنو شمشاد ته وویل، وسله وال په زغروال ګاډو کې دي او جګړې ته یې تر اوسه ادامه ورکړې
تازه طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپل ټویټرد جګړې د دوام ویلي.
مجاهد لیکلي تراوسه یې ګڼو کورنیو او بهرنیو سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې او د ښوراب پوځي اډې د ننه یې ګڼ شمیر پوځي او لوجستیکي تجهیزات له منځه وړي دي.
د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر لیکلي په دغه برید کې د ګارنیزون قوماندان ډګروال سراج الحق په ګډون درویشت افغان سرتیري وژل شوي او شپاړلس نور ټپيان دي.