ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سوله پر موږ څوک نه شي تحمیلولی، هغه سوله چې تل پاتې نه وي د منلو نه ده.
ولسمشر چې د سولې په تړاو د ښځو اجماع ته خبرې کولې وویل، د سولې حدود یوازې د افغانستان ولس ټاکلی شي.
ولسمشر وویل، خبیثه کړۍ ته هر څوک دوام ورکولی شي خو اسلامي، ملي او اخلاقي جرات بیا دا دی چې نجیبه کړۍ چې سوله، ثبات او د قانون واکمني راولي.
ولسمشر په سوله کې د ښځو ونډه مهمه وګڼله او زیاته یې کړه، ټول باید پوه شي چې د ښځو په روزنه کې پنځه نسله بدلیږي، څلویښت کاله له لاسه وتلي نو د ښځو له پراخ ګډون پرته دا موده نه شي جبیره کیدلی.
لويې مشورتي جرګې ته په اشارې ولسمشر وویل، ټول ښکیل اړخونه باید د افغانستان ښځو ته غوږ کیږدی او په دې پوه شي چې د نن ښځه د تیرې ورځې نه ده ، د نن ښځه غښتلې، فعاله، په راتلونکې باوري او ملي یووالي ته ژمنه ده.