Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سولې خبرې؛ ملا برادر له جنرال سکاټ مېلر سره لیدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/28

د طالبانو د امارت مرستیال ملا عبدالغني برادر افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر، زلمي خلیلزاد او همداراز له لوړپوړو قطري چارواکو سره لیدلي.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په دغه کتنه کې دوی د افغانستان سولې بهیر، د بهرنیو ځواکونو په وتلو او همداراز وروستیو تحولاتو په تړاو د طالبانو د دريځ په تړاو خبرې کړې دي.

همداراز طالبانو او امریکایانو خپلو خبرو ته د دوه ورځو لپاره وقفه ورکړې.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د دوی او امریکا ترمنځ د پنځمې ناستې په دویمه ورځ ګټورې خبرې وشوې، خو اوس دواړو خواو د دوه ورځو لپاره دمه اخیستې ده.

ویل کېږي په دغه دوه ورځ کې به دوی له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.

د طالبانو واکمنۍ په مهال د کورنیو چارو وزیر ملا خیرالله خیرخواه ویلي، دواړو خواوو د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د بل چا پر ضد د افغان خاورې پر نه کارېدلو خبرې وکړې.

یوې باوري سرچیني بیا بي بي سي ته ویلي، د تخنیکي څانګو چارې هم تقریباً بشپړې شوې دي او دواړو خواو اړونده دوسیې چمتو کړې دي.

ټاکل شوې طالب او امریکایي استازي به د شنبې ورځ یو ځل بیا خپلمنځي خبرې پیل کړي.

له دې سره د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، مني چې افغان حکومت د شخړې یوه برخه ده، خو دوی اوس د افغان مسلې په بهرني اړخ کې دي چې له امریکایانو سره د دوی د ځواکونو پر وتلو خبرې کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist