جاپان د ماین پاکولو په برخه کې یو اشاریه دوه میلیونه ډالر مرسته کوي.
په کابل کې د جاپان سفارت وايي، له دغو مرستو سره به د دریو ولایتونو کې د ماینونو او ناچاودیدونکو توکو ډکې ساحې پاکي شي.
د اومر د ماین پاکولو موسسې مشر د جاپان سفارت ته ډاډ ورکړ، چې د ماین پاکولو دغه پروژې سره به یو اشاریه درې میلیونه متر مربع سیمه له ماینونو او ناچاودیدونکو توکو پاکه کړي.
په کابل کې د جاپان سفارت د GAGPپروژې لا له لارې د ماین پاکۍ موسوول اومر او ایریا سره د یو اشاریه دوه میلیونو امریکايي ډالرو مرستو تړون لاسلیک کړ.
اومر موسسه به د نهه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت سره په پروان او کاپیسا ولایتونو کې د ماینپاکۍ، ناچادو توکو د لمنځه وړلو او د ماین د خطراتو په اړه د عامه پوهاوي پروژه پلې کړي.
همدارنګه ایریا موسسه به د درې سوه زره ډالرو په لګښت دا چارې په ننګرهار ولایت کې تر سره کړي.
په کابل کې د جاپان سفارت وايي، د افغانستان په درې ولایتونو کې به له ماینونو او چاودیدونکو توکو کګړې سیمې پاک شي.
په کابل کې د جاپان سفارت شاهزدافیر کیچي هارا داسې وویل (( د جاپان هیواد ددغه تړون په اساس به د یواشاریه دوه میلیونو ډالرو مرسته کوي،چې دغه مرسته به د پروان،کاپیسا او ننګرهار ولایتونو کې له ماینونو او ناچاودیدونکو کګړي سیمې پاکې، او د ماین دخطراتو په برخه کې به خلکو ته عامه پوهاوي ورکړل شي))
د اومر د ماین پاکۍ موسسې مشر فضل کریم فضل د جاپان سفارت نه د مننې ترڅنګ ، ډاډ ورکړ چې له ژمنې سره سم به د ماین پاکولو ټولې چارې تر سره او د سیمې د خلکو لپاره به د چاودیدونکو توکو څخه د مصوون چاپریال زمینه برابره کړي.
فضل کریم فضل داسې وویل ((د دغې نوې پروژې موخه دا ده چې د شپږو ماین پاکۍ، یو تخنیکي او یو د ماین د خطر د پوهاوۍ ټیم به د کاپیسا په تګاب، نجراب،حصه اول کوهستان، کوهبند او د پروان دسیاګرد په څوارلس کلیو کې، چیرته چې ۴۶۸ د ماین او نا چاودیدنوکوتوکو پیښې را منځته شوي ، پلي شي، او له دې سره به تر یو اشاریه درې میلیونو متر مربع زیاته سیمه له خطر نه پاکه شي))
ښاغلي فضل زیاته کړه تر دیارلس زرو زیاتو خلکو ته به د ماین د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکړي او څوارلس سوه کورنیو ته به د هستوګنې او کرنې سیمې له چاودیدونکو توکو پاکې کړي.
د ماین پاکۍ موسسې د همغږۍ مشر شفیق یوسفي وايي په دې پروژو سره به پراختیايي او خدماتي چارو ته زمینه برابره شي.
د اقتصاد وزارت د اینجوګانو برخې مسول ریاض صدیقي په دې برخه کې د جاپان مرستې ارزښتمنې او رغنده وبللې .
د اقتصاد وزارت د اینجوګانو دبرخې مسوول ریاض صدیقي داسې وویل (( د جاپان هیواد له لوري دغه مرستې زیاته برخه له اینجوګانو سره تر سره شوي، چې د ډیرو خلګو د ژوند ژغورنه کې مرسته کړي ده، داقتصاد وزارت هڅه کوي تر څو دوي ته د شفافیت، اغیزمنیتا تر څنګ سهولتونه برابر کړي))
دغه پروژه به د یو کال په موده کې بشپړه شي .
د اومر د ماین پاکۍ موسسې پخوا هم د جاپان د GAGP پروګرام په مرسته د ماین پاکۍ مهمې پروژې د هیواد په مرکزي او سویلي سیمو کې تطبیق کړي او خلکو ته یې له نا چاودیدونکو توکو چې په سلګونه لوي بمونه پکې شامل و، د پاک چا پیریال زمینه برابره کړې ده.