Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لویه جرګه کې طالبانو سره په احتمالي توافقاتو خبرې کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/25

د سولي مشورتي لویه جرګه کې له طالبانو سره په احتمالي توافقاتو خبرې کېږي چې جرګې ته د منلو وړ وي.

سولې عالي شورا د افغان سولې په تړاو د مشورتي لویې جرګې موخې په ډاګه کړې چې اوس یې د جوړېدو په طرحه کار روان دی.

سولې شورا وايي د افغان سولې برخه کې نړیواله اجماع شته خو سیمه ییزه اجماع نه لیدل کېږي او هر هېواد خپلو ګټو پسې ګوري.

افغان حکومت د سولې په تړاو مشورتي لویه جرګه جوړوي چې د حوت میاشتې له ۲۶ تر ۲۹ به دوام وکړي او د اړتیا په صورت کې دوه ورځې غځېدی هم شي.

سولې شورا له طالبانو سره د سولې مذاکرات بې شرطه کوي خو توافقاتو کې شرطونه لري.

لویه جرګه کې د سولې د توافقاتو په میکانیزم هم خبرې کېږي چې اساسي کرښې یې روښانه شي.

حکومت باوري دی چې د سولې په برخه کې ملي اجماع شته او سولې شورا تمه لري چې دا اجماع په لویه جرګه کې ثابته شي.

د سولي عالي شورا د افغان حکومت پرته نورې ټولې ناستې غیري رسمي بولي او باور لري چې لویه جرګه کې به د مستقیمو او غیري مستقیمو مذاکراتو په تړاو خبرې وشي چې غیري مستقیم مذاکرات رسمي مذاکرات زیانمن نه کړي.

له دې سره د سولې شورا  د دارالنشاء رییس عمر داودزی د افغان سولې په تړاو د وضعیت په تغیر باور لري چې په نړیواله کچه اجماع شته، خو په سیمه ییزه کچه هېوادونه یو خوله ندي.

د مشورتي لویې جرګې لپاره له ټول هېواد ۲۰۰۰ نفر راغوښتل کېږي چې د اړتیا په صورت کې یې شمېر زیاتېدی هم شي.

سولې عالي شورا یې د رهبرۍ او غړو په ټاکنه هم طرحه جوړه کړې چې په اساس به يې ټاکنې کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist