Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عبدالله: طالبان د سولې په خبرو کې رېښتیني نه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/25

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، طالبان د سولې خبرو لپاره رېښتینی پلان نه لري او د خبرو د پیل لپاره باید پلمو ته پرېنښودل شي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا غونډې ته په خبرو کې ویلي، د یو افغان وګړي وژنه هم د منلو وړ نه ده او افغان ځواکونه باید د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.

عبدالله ویلي، ملي یووالي حکومت یو دی او په ځینې مسایلو کې تفاهم ته اړتیا ده.

عبدالله ویلي، طالبان د سولې پر وړاندې خنډ دی او دوی باید پلمو ته پرېنښودل شي.

عبدالله ویلي، هره ورځ چې افغانان په جګړه کې تېروي ګڼ فرصتونه له لاسه ورکوي.

قطر کې د سولې خبرې

قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرو کې ملا برادر هم برخه واخلي.

قطر کې دیپلوماتیکو سرچینو تایید کړې چې له امریکايي پلاوي سره د دوحې په دې پړاو خبرو کې به ملا عبدالغني برادر برخه ولري.

همدې سرچینې ويلي چې، احتمالاً به خبرې تر ډېره پر اوربند، د افغانستان د جګړې پر پای ته رسولو او د بهرنیو ځواکونو پر وتلو متمرکزې وي.

د ملابرادر ګډون د دې لپاره مهم دی چې د امریکايي دیپلوماتانو په وینا د طالبانو د قطر د دفتر نور غړي زیات صلاحیت نه لري.

امریکایي دیپلوماتان وایي، ډېرو مسلو کې طالب پلاوي له خپل مشرتابه سره مشورې ته اړتیا لرله چې له کبله یې د سولې بهیر اوږدېده.

وړاندې ویل کېده چې ملاعبدالغني برادر ځکه په خبرو کې ګډون نه شي کولی چې د سفر اسناد نه لري خو اوس داسې ښکاري چې دا ستونزه حل شوې او نوموړی دوحې ته رسېدلی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist