Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمران خان: نړۍ دې له ا.ا سره تعامل وکړي

عمران خان: نړۍ دې له ا.ا سره تعامل وکړي

admin by admin
2023/03/26

د پاکستان مخکېني لومړي وزیر عمران خان د انګلستان له فورنیوز ټلوېزیوني شبکې سره په  مرکه کې له اسلامي امارت سره د نړۍ د اړیکو پر څرنګوالي خبرې کړي دي.

 خان په دې مرکې کې د اسلامي امارت له چاوراکو سره د نړۍ د اړیکو څرنګوالی ننګولی او ویلي یې دي،چې نړۍ له یوې خوا پر اسلامي امارت بندیزونه زیاتوي او له بلې خوا ترې خپلې غوښتنې مطرح کوي.

خان زیاته کړې:« زه افغانان ډېر ښه پېژنم، لږ تر لږه یې له لویدځوالو ښه پېژنم. د دوی دا نه خوښیږي، چې څوک دې ورته ووایي دا وکړه او دا مه کوه. اجازه راکړئ،چې دا ووایم،که لویدیځ پر طالبانو اغیز راوستل غواړي؛ نو له هغوی سره دې اړېکې پراخې کړي. دوی سره دې تعامل وکړي. که تاسې غواړئ دوی څنډې ته کړئ، نو تاسې به بیا څرنګه پر دوی اغیز ولرئ.»

دغه راز عمران خان دغه وايي، که نړۍ پر اسلامي امارت د خپلو غوښتنو منل غواړي،نو په سر کې دې له دوی هغه بندیزونه لرې کړي،چې له تیر یوه  نیم کال راپدیخوا د نړۍ له خوا پرې وضع شوي دي.

هغه زیاتوي:« که غواړئ! له دوی سره یوې پایلې ته ورسېږئ، نو له دوی (طالبانو) سره لومړی تعامل وکړئ. له هغې وروسته بیا د بشر د حقونو په اړه ورسره خبرو ته کښېنئ. دا مهال طالبان ګوښې ته کړل شوي، پانګه یې ګنګل شوې،نو دوی ولې د چا خبرې واوري؟»

له دې وړاندې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي په نشر شوې مقاله کې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ د تعامل او رغنده سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو غوښتنه شوې او د دغه ډول اړیکو د جوړېدو پر اړتیا ټینګار شوی دی.

د مقالې یوه برخه:« پوهېږو چې اوس مهال نړۍ کې نړیوالو اړیکو د دولتي او نادولتي لوبغاړو ترمنځ د رغنده تعامل په نتیجه کې ښه پرمختګونه کړي دي. پر دوه اړخیز درناوي او مشترکو ګټو ولاړې اړیکې د وخت اړتیا او د ټولو لوریو د ګټو د خوندیتوب معقوله لار ده.د افغانستان اوسنی حکومت پر همدې ذهنیت نړۍ سره د مثبت تعامل لپاره لاس اوږدوي.»

عمران خان که څه هم د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز په تړاو د خبریال پوښتنې ته ځواب ور نه کړ، خو له دې وړاندې نوموړي پر نجونو د زده کړو بندیز د پښتنو کلتوري مساله بللې وه،چې وروسته یې دغه څرګندونو ته پښتنو تند غبرګون وښود او دغه بې اساسه څرګندونې یې پښتون قوم ته سپکاوی وباله.

د سیاسي چارو شنونکي بیا  وايي، عمران خان اوس بیا په خپلو مغرضانه څرګندونو غواړي،چې نړۍ ته یو ځل بیا دا وښيي،چې اسلامي امارت د نجونو د زده کړو له مسلې پر نړیوالې ټولنې د فشار د راوستلو او خپلو سیاسي موخو ته د رسېدا په توګه استفاده کوي.

عمران خان  داسې مهال د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ پر تعامل تینګار کوي،چې دا مهال یې د پاکستان له  حکومت سره اړیکې خړې پړې دي،چې له کبله یې کور د پاکستاني پوځیانو له لوري کلابند و او د پاکستان د سترې محکمې له لوري یې د نیول امر شوی  دی.

  په عمران د حکومت له خوا په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د ملاتړ سربېره دا تور دی،چې خلک د حکومت پر وړاندې پاڅونونو ته هڅوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist