د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، که ترکیه مسکو کې د سولې خبرو په ناسته کې ګډون وکړي، نو روسیه یې هر کلی کوي.
کابلوف ویلي، ترکیه په افغانستان کې مهمه ونډه لوبوي او د افغانستان سولې پروسه کې به هم اغېزمنه ونډه ولري.
کابلوف ویلي، د سیمې هېوادونو په څېر، ترکیه هم حق لري چې د افغان سولې پروسه کې ونډه واخلي.
کابلوف همداراز د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره له طالبانو د بنديزونو پر لرې کېدو خبرې کړي.
زلمي خليلزاد پر ټويټر ليکلي، انقره کې یې د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره پر دې بحث کړی چې څنګه کېدای شي د طالبانو مرکچي پلاوی د ملګرو ملتونو له بنديزونو معاف کړي.
خلیلزاد ویلي، دوی به د طالبانو د هغو استازو لپاره چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي د ملگرو ملتونو د سفر د بندیز لرې کولو ته لارې چارې ولټوي.
خليلزاد ويلي، بحثونو کې، هوکړه وشوه چې د سولې هڅې هغه وخت پرمختګ کوي، چې ټول اړخونه په کې شامل وي.
د خلیلزاد او کابلوف ترمنځ کتنه په انقره کې د روسیې په سفارت کې شوې، خو پدې لیدنه کې د بحث وړ مسایلو په هکله هېڅ ډول جزییات له رسنیو سره ندي شریک شوي.