د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب امنیت شورا کې له یو مهم راز پرده پورته کړ
د ملي امنیت سلاکار وایي، د امنیت شورا تشکیل پړسوب کړی و او معاشونه یې له سفارت برابریدل چې اوس له منځه تللي او حکومت کار کوي چې په ځان بسیا شي.
حمدالله محب چې د کندهاري ځوانانو یوې غونډې ته یې وینا کوله وویل، افغان حکومت پيسو ته ضرورت لري، خو دا پيسې په دې نه ارزي چې د یو مهم ارګان مالومات دې بیرون ووځي.
امنیت شورا سلاکار وایي، د زیاتو کارمندانو معاشونه کلونه د سفارتونو له لوري ورکول شوي چې ممکن په بدل کې به یې ترې مالومات غوښتل.
د امنیت شورا سلاکار ویلي، چې سوله یوازې د اوربند مسله وای، دا کار به اسانه و.
حمدالله محب ویلي، د سولې لپاره باید مونږ یو قیمت ورکړو او هغه کسان چې جګړه کوي، د یو هدف لپاره يې کوي چې څه غواړي او افغانان څه ورکولو ته تیار دي.
محب انديښنه ښودلې چې جګړه که یوازې د افغانانو وای، یوه ورځ کې یې حل ممکن و، خو دا چې دا جګړه بهرنۍ ده، د ختمولو لپاره یې باید اول د جنګ قیمت اداء کړو.