Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بایډن: افغانستان او ایران کې د ښځو تر څنګ ولاړ یو

admin by admin
2023/03/25

د امریکا ولسمشر جوبایډون  ویلي،په ټوله نړۍ کې به د ښځو له حقونو دفاع کوي او د دې لپاره یې درې مېلیارډه ډالره بودیجه هم په پام کې نیولې.

په ورته وخت کې د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملې هاریس د افغان نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو بندېدو دوام د خواشینۍ وړ بللی دی.

هاریس ویلي، چې امریکا په ټوله نړۍ کې د ښځو له حقوقو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې د افغان ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، اسلامي امارت له ژمنو سره سره لا هم د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي.

رینا امیري پرون له یوې ویډیو سره چې له زده کړو د یوې بې ‌برخې شوې نجلۍ څرګندونې په‌ کې دي، لیکلي،:« اسلامي امارت له ګڼو ژمنو سربېره، د دغو ښوونځيو دروازې لا هم تړلې دي.»

اخوا د افغانستان لپاره د امریکا مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا ویلي، اسلامي امارت باید له افغان ښځو او نجونو سره د دوی چلن او د خپل هېواد په تړاو د دوی د تګلارې پر اغیزو غور وکړي.

خلیل زاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي،چې ښځو او نجونو ته د زده کړو او تحصیل اجازه نه ورکول نه یوازې یو ظالمانه عمل دی،بلکې د دوی  هغه حقونه چې د اسلام  اصولو سره سم دي،هم تر پښو لاندې کوي.

خلیل زاد له اسلامي امارت غوښتي،چې ژر تر ژره باید د ښځو او نجونو لپاره د روزنیزو ادارو د بیا پرانېستلو یوه دقیقه نېټه وټاکي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist