لوګر کې د طالبانو یو مهم غړی نیول شوی دی.
کورنیو چارو وزارت وايي، د فریدون په نوم د طالبانو دغه مهم غړی یې تیره شپه د پولیسو ځانګړو قطعاتو له لوري نیول شوی دی.
کورنیو چارو وزارت لیکلي چې فریدون به د کابل لوګر پر لویه لار کمېنونه او نور خطرناک بریدونه پلانول.
سرچېنې لیکلي، د عملیاتو په مهال ځانګړو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دا عملیات تیره شپه د محمد اغې ولسوالۍ ذاهد اباد کلي کې شوي دي
طالبانو د شوې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.