د کابل پولیسو هغه درې قاتلین ونیول، چې تیره یکشنبه یې یو ټکسي چلوونکی وژلی و.
کابل پولیسو هغه درې قاتلان ونیول چې د یکشنبې په ورځ یې یو موټر چلوونکی وژلی و.
د کورنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي چې دغه کسان د پنځمې حوزې اړوند کوټه سنګي سیمه کې نیول شوي دي.
د سرچېنې په لیکنه، دغو کسانو د یکشنبې په ورځ د کابل ښار شپږمې ناحیې مربوطاتو کې د سراچه موټر چلوونکی په ډزو وژلی و.
په دې وروستیو کې کابل ښار کې هدفي وژنې، د موترو غلاوې او انسان تښتونو پېښې زیاتې شوي چې ښاریان یې اندېښمن کړي دي.