د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې روانه اوونۍ د نوي ښوونیز کال له پیل کېدو سره له یو میلیون زیاتې نجونې به اجازه ونه لري،چې ښوونځيو ته ولاړې شي.
یوناما له اسلامي امارت غوښتي،چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دې له ټولو تبعیضي پالیسو تېر شي.
یوناما ویلي،دغه پالیسۍ نه یوازې د نیمایي نفوس هېلې وژني،بلکې افغانستان ته لوی زیان رسوي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق هم ویلي، چارواکي باید د ټولو زده کونکو لپاره ښوونځي پرانیزي،ترڅو دوی وکولی شي ټولنیز ژوند ته دوام ورکړي، مهارتونه ترلاسه او هم اکاډمیکې زده کړې وکړي.