د ننګرهار نازیانو ولسوالۍ په بشپړه ډول له وسله والو ډلو پاکه شوې.
هلته د جګړو او بمباریو د خلکو کورونه په کنډ والو بدل کړي، چې اوس یې ځایي استوګن د ژوند لومړینو اسانتیاو ته لاس رسی نه لري.
له وسله والو ډلو پاکې شوې سیمې ولسي پاڅون کوونکي ساتي او له حکومت نه یې د تجهیز په برخه کې غوښتنې کړي.
د نازیانو ولسوالۍ ډیری سیمې چې غرنۍ دي ولسي خلکو یې د ساتلو لپاره پاڅون کړی او د ساتلو لپاره یې په کلک هوډ راوتلي دي.
دلته جګړو ډېرې ویجاړې تر شاه پریښي دي ولسي پاڅون کوونکی اجمل وایي، حکومت دې د ولس په ګټه پروژې پلي کړي امنیت یې دوی نیسي.
نازیانو کې تر۴۰۰سوو زیات ولسي خلکو د وسله والو پرضد وسله پورته کړې او ډاډ ورکوي چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به له خپلې خاورې او خلکو د فاع کوي.
دې ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو قومندان بیا له حکومت غوښتنې کړي، پاڅون کوونکي د جګړې لپاره د تجهیزاتو غوښتنه کوي او ژمنه کوي که حکومت په دې ولسوالۍ کې ټولګټې پروژې پلې کوي امنیت یې دوی نیسي.