پاکستان ته د طالبانو سفر د تور لیست له امله وځنډېد.
ټاکل شوې وه چې نن دوشنبه د روانې میلادي میاشتې ۱۸ تاریخ له امریکايي پلاوي او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره اسلام آباد کې د طالبانو مذاکراتي ټیم غونډه وشي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي، پاکستان ته د دوی د سیاسي دفتر د غړو اعلان شوی سفر له دې امله وځنډول شو چې یو شمېر غړي یې د ملګرو ملتونو او د امریکا په تور لېست کې شامل دي.
مجاهد ویلي، دوی یاده غونډه کې د خپلو استازو د ګډون تابیا نیولي وه، خو د امریکا او ملګرو ملتونو د تورلېست له امله د سفر زمینه برابره نه شوه.
اعلامیه کې ویل شوي، د غونډې ځنډېدل د طالبانو پورې اړه نه لري، بلکې په وینا یې د امریکا او ملګرو ملتونو تور لېست د دې لامل شو چې غونډه وځنډوي.
افغان حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د طالب استازو د سفرونو په اړه شکایت کړی و او ویلي یې و چې یو شمېر طالب مشران د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دي او باید د سفر اجازه ورنه کړل شي.