امریکا له افغانستان د خپلو څه باندې زرو سوه سرتیرو د ویستلو پریکړه وروستۍ کړه.
د امریکا د پوځ قوماندان جنرال جوزیف ووټل رویټرز خبري اژانس ته وویل، پرېکړه شوې چې ۱۴۰۰ امریکايي پوځیان له افغانستانه وایستل شي.
لوړ پوړو امریکايي چاروکو ویلي دغه پریکړه له طالبانو سره د امریکا له خبرو یا احتمالي جوړجاړي سره تړاو نه لري.
د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزق ووټل ویلي، د سیکاټ میلر ښه مدیریت دا ثابته کړه چې نور دغه څوارلس سوه سرتیري اضافه دي نو ځکه یې د ویستلو پریکړه وشوه.
ووټل ویلي، میلر افغانستان کې د کار له پیلولو وروسته هڅه پیل کړه چې څرنګه له موجودو امریکايي پوځیانو سم او اغېزمن کار واخلي.
تر اوسه دا مالومه نه ده چې دغه ځواکونه به کله اېستل کېږي.