ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ طالبان پاکستان کې له عمران خان سره وګوري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د سولې خبرو لپاره د دوی مذاکراتي ټیم به راتلونکې اونۍ د پاکستان په رسمي بلنه دې هېواد ته سفر وکړي او هلته به راتولنکې دوشنبه د امریکایې استازو سره د سولې خبرو په اړه ناسته وکړي.
د همدې سفر په ترڅ کې به طالبان له عمران خان سره هم وګوري او ورسره به د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او پاکستان کې مېشت افغان کډوالو او سوداګرۍ پر ستونزو خبرې وکړي.
د اسلام اباد له ناسته وروسته به طالبان له امریکایانو سره په قطر کې د فبرورۍ پر ۲۵مه بله ناسته هم وکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا او روسیې استازو لیدنه
ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د خپل امریکایي سیال زلمي خلیلزاد سره وګوري.
د روسي رسنیو د راپور له مخې، کابلوف او خلیلزاد به اووه ورځې وروسته د ترکیې په پلازمېنه انقره کې سره وګوري.
دا به د کابلوف او خلیلزاد دویمه لیدنه وي، خو تر اوسه په رسمي توګه نه تائید شوې او نه هم رد شوې ده.
ضمیرکابلوف به په دې سفر کې د ترکي چارواکو سره هم د افغانستان په اړه سلا مشورې وکړي.