د حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله د یو پلاوي په مشرۍ د ملګرو ملتونو غونډې ته په سفر لاړ.
اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو سازمان غونډه کې د ګډون په موخه نیویارک ته لاړ.
د اجرایه ریاست له لوري خپر شوې اعلامیه کې راغلي چې ډاکټر عبدالله به د ملګرو ملتونو ناستې ته هم وینا وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي سربیره به ډاکټر عبدالله د غونډې په څنډه کې د یو شمیر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له استازو سره هم وګوري.
له عبدالله سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او یو شمیر نور دولتي چارواکي ملتیا کوي.