Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره نوي کمېشنران ټاکل کېږي

admin by admin
2019/02/02

ټاکنیزو کمېسیونونو لپاره حکومت د نویو کمېشنرانو لیست باندې کار کوي.

تر اوسه حکومت یو شمېر کسان مشخص کړي او په نورو مشورې کوي چې بیا د کمېشنرانو په توګه له یوې اجماع سره پرې سلا شي.

د فیفا د مالوماتو له مخې، حکومت اوس په یو فرمان کار کوي چې د کمېشنرانو د ګمارنې میکانیزم او د کمېسیونونو خپلواکي په پام کې ونیسي.

اوس چې د کمېشنرانو د تغیر خبره یقیني شوې، د ولسمشریزو ټاکنو د بیا ځنډ شک هم یقیني دی.

په کمېسیونونو بې باوري ولسمشر په ډاګه کړه، اوس کار کوي چې دواړو کمېسیونونو ته نوي کمېشنران وټاکي.

ولسمشر له سیاسیونو او په ټاکنو د څار بنسټونو سره د کمېشنرانو په بدلون او د قانون په تعدیل خبرې کړې دي.

د فیفا د مالوماتو له مخې، حکومت د نویو کمېشنرانو په لیست کار کوي او ژر به فرمان ورکړي.

ځینې سرچینو بیا شمشاد ته ویلي چې د کمېسیونونو اوسني کمېشنران یوازې د پآرلماني ټاکنو تر پایلو وروستي کولو پاتې دي او نور به کمېشنران نه وي.

د سرچینې د مالوماتو په اساس د نویو کمېشنرانو په لیست کې عبدالله احمدزی، داود علي نجفي، اوفضل احمد معنوي شامل دي خو د نورو په تړاو تر اوسه مالومات نشته.

د کمېشنرانو په تړاو له ولسشمر سره په ناستو کې د غوراوي په کمېټې هم خبرې شوي، خو دا ځل ممکن د غوراوي کمېټه نه وي.

ولسمشریزو ټاکنو ته شاوخوا بنځه میاشتې پاتې دي، تر اوسه یې د بودیجې کارونه هم نه دي وروستي شوي. که نوي کمېشنران ټاکل کېږي هغوی به د اصلاحاتو لپآره اضافي وخت غواړي. 

دغو بدلونونو او د ټاکنو درندوالي ته په کتو د سرطان په میاشت کې ټاکنې ناشونې دي.

د نویو کمېشنرانو په لومړي لیست کې تر اوسه د حکومت دننه هم اختلافات نه ښکاري، خو په ګمارنه کې یې د اختلافو اندېښنه شته

ټاکنو کمېسیون بیا ویلي چې د ښو ټاکنو ترسره کولو لپاره یوازې د افرادو تغیر نه بلکې د سیستم تغیر ته اړتیا ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist