Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوله؛ طالبانو سیاسي مشران مسکو ته وربللي

shamshadnews by shamshadnews
2019/02/02

ټاکل شوې چې ځینې افغان سیاستوال به له طالبانو سره مسکو کې غونډه وکړي.

طالبانو هم منلې چې د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ به د دوی استازي دغه غونډه کې ګډون وکړي.

ویل کېږي چې مخکینی ولسمشر حامد کرزی، پخوانی طالب چارواکی عبدالسلام ضعیف، د بهرنیو چارو پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزی او د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق هغه کسان دي چې غواړي د سولې په تړاو د مسکو ناسته کې ګډون وکړي.

که څه هم په دغه غونډه کې افغان حکومت ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې، خو د سولې شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داودزي ويلي، د سولې عالي شورا ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د طالبانو د قطر دفتر مشر شیر محمد عباس ستانکزي په دې وروستیو کې ویلي، دوی د افغانستان د وضعیت په اړه له یو شمېر افغان سیاسي څېرو، ګوندونو او نورو ورته ټولنو سره بحث ته چمتو دي.

ټاکل شوې دغه ناسته په مسکو کې راتلونکې سه شنبه او چهار شنبه ترسره شي.

له دې سره روسیې ویلي، د افغان شخړې د سیاسي حل لپاره له اسلام ‌اباد سره همکاري کوي.

دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړي چې اسلام اباد او مسکو د داعش وسله ‌والې ډلې د پراخېدو په اړه اندېښمن دي.

د زخاروف له دغه څرګندونو څو ورځې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف پاکستان ته لاړ او له پاکستاني چارواکو سره یې د افغان سولې په تړاو خبرې وکړې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist