وسلهوالو طالبانو ته یاده مرګ ژوبله په جانيخېلو ولسوالۍ کې اوښتې ده.
د پکتیا په جانې خېلو ولسوالۍ کې هوايي برید ۱۵ طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
برید تېره شپه د یادې ولسوالۍ کوټکي سیمه کې شوی دی.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وايي، برید کې د طالبانو دوه دهشکې هم له منځه تللې دي.
اخوا طالبانو بیا ادعا کړې چې د همدې ولسوالۍ په مندتې سیمه کې یې د جګړې په مهال لس پولیس وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي، خو د پکتیا امنیتي چارواکو بیا د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.