طالبانو پنځه څلوېښت هغه ښوونکي ازاد کړل چې دوه ورځې وړاندې یې نیولي و.
طالبانو هغه ۴۵ ښوونکي آزاد کړل چې دوه ورځې وړاندې یي نیولي وو.
د پروان سیاګرد ولسوال نوراقا سامع ویلي طالبانو دغه ښوونکي له دې امله نیولي وو چې ګنې ولې د موبایل له لارې تنخوا ترلاسه کوي.
ولسوال وایي، طالبانو له ټولو ښوونکو سیم کارډونه مات کړي او دوی یي هم وهلي او بیرته یې آزاد کړي دي.
د ولسوال په خبره دغو ښوونکو په فضل خدا شهید، کمین شهید او عبدالبشیر شهید په لیسو کې تدریس کاوه.
ولسوال وایي له دې وړاندې هم طالبانو په دې تور یو شمېر ښوونکي بیولي وو.
طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.