ډیورنډ کرښې پورې د پرتو ولسوالیو خلک وايي، د پاکستان راکټي بریدونو په ژوند تنګ کړي.
کونړ کې ډیورنډ فرضي لیکې ته د پرتو ولسوالیو خلک وايې، د پآکستان له غاړې را وارېدوونکو راکټونو يې ژوند سخت تنګ کړی.
ځايې چارواکي وايي، د پاکستان د راکټ ځواب يې په راکټ ورکړی، خو د ولسونو استازي وايي، چارواکي هم ځان او هم ولس تیرباسي.
پرون تازه د پاکستان راکټونو دري ماشومان ټپیان کړي.
د کونړ چارواکې یوازي شل راکټېز بریدونه تاېدوي، چې د پاکستان له غاړې پر سرکاڼو او دانګام ولسوالیو را توغول شوي، خو ځایي خلک وايي، په دې اونۍ کې تر دیرشو ډير راکټ راتوغول شوي، چې ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.
ځايي خلک چې له دې وضعیت تنګ راغلي په ولایتي اداره نیوکې کوي چې غږ یې تر کابل نه رسوي.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال بیا له شمشاد سره د خبرو پرمهال وویل، د پاکستان د راکټونو ځواب يې په راکټ ورکړی، خو ولایتي شورا پرې بیا نیوکې لري.
د پآکستان له غاړې د را ویشتل کېدوونکو راکټونو له امله د ځینو د کورنۍ غړي ټپیان، څاروي مړه او کورونه ویجاړ شوي او مرکزي سیمو ته بې ځآیه شوي دي.