Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان سوله؛ د سیاسيونو یو پلاوی قطر ته ځي

افغان سوله؛ د سیاسيونو یو پلاوی قطر ته ځي

admin by admin
2022/09/27

د افغانستان اسلامي جمهوریت له ادرسه  به دوه ورځې وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر مشرۍ  د سیاسیونو یو با صلاحیته یوولس کسیزه پلاوی قطر ته  ولاړ شي.

حامد کرزي تته  نېږدې کس شهزاده مسعود وايي:« طبعا چې د جمهوریت تر نامه لاندې ځي،صلاحیت لرونکی ټیم به وي او امید  کوم،چې همداسې وي.امیدواري دا ځل پیدا شوې،چې معنی داره خبرې به وي.»

یوې سرچینې شمشاد ته ویلي، د دوحې د پلاوي تر څنګ به د طالبانو یو شمېر مهم کسان هم دوحې ته لاړ شي.

بل پلو د طالبانو سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ وايي، د سولې لپاره د هرې هڅې او ناستې هرکلی کوي او چمتو دي،چې د خبرو د پرمختګ او سوله ییز‌ حل لپاره له سیاسیونوخبرې وکړي.

وردګ زیاته کړه:« مذاکراتو او خبرو اترو لپاره له ابتدا څخه  زموږ موقف دا دی،چې موږ اماده یو. که څوک راځي،موږ اماده یو. موږ دا غواړو،چې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي.»

افغان جهتونو څو ځلې نړیوالو ته ډاډ ورکړی دی،چې دوی کولائ شي،خپل موضوعات پرر خپله حل کړي،خو د تمې خلاف دواړه لوري په عادي مسایلو باندې تر اوسه پورې توافق ته نه دي رسیدلي.

د افغانستان ملي پیوستون نهضت ګوند مشر وايي، باور دا دی،چې لاهم د دواړو تر منځ واټن زیات دی او  په خبره یې د نویو خبرو سلسله باندې باوري نه دی.

 هغه وايي:« زه فکر کوم،که صلاحیت دوی ته ورکړل شوی وي، چې په صلاحیت باندې خبرې وکړي، احتمال د دې شته،چې د دوی خبرې یو څه نتیجه ورکړي.ولې اوس ډېره ناوخته شوې ده، دغه هیت چې اوس ځيؤ د ټولو احزابو نماینده ګي وکړي.»

پخواني ولسمشرر حامد کرزي وړمه  ورځ ډاډ ورکړی دی،چې دا ځل به په دوحه کې جدي خبرې پيل شي او تر بل هر وخت خوشبینه ښکارېده،چې روانه جګړه ختمېدونکې ده او نږدې ده چې افغانان سولې ته ورسېږي.

 د سیاسیونو او طالبانو تر منځ داسې مهال د خبرو د پيل خبر ورکول کیږي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون پراساس د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر ۹۵ سلنه بشپړ شوی او ټاکل شوې، لږ تر لږه یوه میاشت وروسته دغه بهیر بشپړ شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

Discussion about this post

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist