داعش وسلهوال د ننګرهار په هسکې مینې کې هوايي برید کې وژل شوي دي.
د ننګرهار هسکې مېنې نرۍ اوبو سیمه کې هوايي برید پنځه داعش وسله وال وژلي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، برید تېره ورځ ناوخته شوی او د داعش وسله والو وسلې او مهمات په کې هم له منځه تللي دي.
مشرقیوال وايي، برید بهرنیو ځواکونو کړی او عامو خلکو ته په کې زیان نه دی اوښتی.
د یوبل خبر له مخې پولیسو د چپرهار ولسوالۍ په کنډي باغ سیمه کې دوه داعش وسلهوال نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه دوه میله وسلې هم تر لاسه شوي دي داعش ډلې تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.