ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان د جګړې کیلي په اسلام اباد، کویټه او راولپنډۍ کې ده.
د ولسمشر دا څرګندونې د خلیل زاد هغه خبرې ته د رد ځواب دي چې ویلي یې دي، د سولې کیلي کابل کې ده.
ولسمشر چې نن یې د لویې جرګې خیمې کې خبرې کولې وویل، موږ تیریدونکې سوله نه بلکې یو تل پاتې سوله غواړو.
ولسمشر وویل، د تړلو دروازو تر شاه د یو لږکي له لوری سوله نتیجه نه ورکوي.
هغه نړیوال بنسټونه هم و ننګول چې ګنې د سولې په برخه کې بریالۍ تجربه نه لري.
د ولسمشریزو ټاکنو لپاره له نوماندانو د ښاغلي غني غوښتنه داوه چې د سولې په اړه خپل وړاندیزونه له ولس سره شریک کړي.
ښاغلي غني راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته په اشارې وویل، په ټاکنیزو کمېسیونو کې به پراخ اصلاحات راشي، قانون به تعدیل او رایه اچونه به د بایومیټریک سیسټم له لارې وشي.
غني خپل کار ته په اشارې دا هم وویل، ځکه شپاړس ساعته کار کووم چې نورو دوه ساعته نه دی کړی.