د افغان کمانډو ځواکونو قوماندان وايي، د بهرنیو ځواکونو وتو سره به هېڅ خلا رامنځته نهشي.
ملي دفاع وزارت ډآډه دی چې که بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، اوس افغان ځواکونه د هېواد د دفاع توانايي لري.
ملي دفاع وزارت وروستیو عملیاتو ته په اشارې ویلي چې افغان ځواکونو پوره توانايي پيدا کړې چې ځانګړي او سخت عملیات وکړي.
په تازه عملیاتو کې کمانډو ځواکونو د طالبانو یو زندان مات کړی او اته دیرش کسان یې ترې خوشې کړي دا کسان په بیلابیلو وختونو کې طالبانو نیولي و او د غزني د اب بند ولسوالۍ یو زندان کې یې ساتل په دغو کسانو کې دوه یې ملکي کسان او نور ټول یې نظامیان و.
پوره دوه شپې وړاندې د د یکشنبې په شپه افغان کمانډو ځواکونه وتوانیدل چې د زندان ساتونکي ووژني او زندانیان روغ رمټ وباسي.
له دې عملیاتو سره یو ځای ملي دفاع وزارت ډاډه دی چې افغان ځواکونه د هر ډول عملیاتو وړتیا لري، او که بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، هیڅ امنیتي او دفاعي خلا به رامنځ ته نه شي.
دا لومړی ځل نه دی چې کمانډو ځواکونه د طالبانو زندان ماتوي، تر دې وړاندې یې د هلمند ولایت په کجکي او موسی کلا ولسوالیو کې د طالبانو زندانونه مات کړي او خلک یې ترې خوشې کړي دي.
طالبانو هم منلې چې د غزني په اب بند ولسوالۍ کې یې زندان مات شوی دی.