Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل د سولې خبرو کې د بیجینګ رول اغېزمن ګڼي

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/28

د سولې عالي شورا تمه لري، چې د سولې خبرو کې به بیجینګ ، اسلام اباد وهڅوي.

کابل تمه لري چې د بیجینګ فشار به اسلام اباد اړ باسي چې د افغان سولې پروسه کې ریښتیني ګامونه پورته کړي .

د سولې عالي شورا وايي، چین ته د عمر داوودزي د سفر موخه هم پرپاکستان د چین هیواد فشار راوړل دي او په دې برخه کې د دغه هیواد له چارواکو سره خبرې شوي چې د ډاډ وړ دي .

د سولې عالي شورا په افغان سوله کې د چین رول چندان اغیزمن نه بولي خو تمه لري چې د چین فشارونه به پاکستان اړباسي چې له افغان سولې سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي .

د ملي شورا غړي بیا د افغانستان په سوله کې د چین رول مهم ګڼي او وايي پر پاکستان د چین فشار به پر افغان سوله مثبته اغیز ولري، خو که دا هېواد همکاري وکړي.

که د سولې په روانو مذاکراتو کې چې د امریکا په مشرۍ له  طالبانو سره خبرې روانې دي، د سیمې هیوادونه ورښکیل نه شي د ولسي جرګې دویم مرستیال امیرخان یار باور لري چې د تلپاتې سولې ټینګښت به همداسې یوه هیله پاتې شي .

خو د سولې عالي شورا هڅې پیل کړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو ترڅنګ د سیمې هیوادونو هغه ژمنې چې په سیمه ییزه اجماع کې یې د افغان سولې لپاره کړي په عمل کې پیاده کړي .

چین ته د داودزي له سفر سره یو ځای پاکستان کې د چین سفیر ویلي و چې دوی به طالبان د یو ځواک په توګه وپیژني.

له افغانستان سره د چین اړیکې او دې ډول څرګندونو شک پيدا کړی و چې چین هيڅکله نه غواړي چې د نورو هېوادونو لپاره خپل ستراتيژيک ملګری پاکستان خفه کړي او یا یې تر فشار لاندې ونیسي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist